خبرونهاقتصاد

یو چینایي شرکت په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې چمتووالی وښود

– کابل / د وري ۲۱ / باختر

د پاور چینا شرکت استازو، د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې چمتووالی اعلام کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کتنې په پیل کې د (POWER CHINA) شرکت استازو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې په خاطر خپل چمتووالی اعلام کړ.

وروسته، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د «پاور چینا» شرکت د چمتووالي هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د امنیت د ټینګښټ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره هر ډول زمینه برابره شوې ده.

هغه هم له یاد شرکت سره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د انرژۍ په تولید کې پانګونه په هېواد کې د انرژۍ د پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله.

د کتنې په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ غونډو پر دوام او د ګډو همکاريو پر پيل او چټکتيا ټينګار وکړ.

په دغو وروستیو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته