امنیت

د داعش يو قوماندان په ننګرهارکې ونيول شو

جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
د داعش د ډلې يو قوماندان په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
په موسى مشهور هارون نن د هسکې مينې ولسوالۍ د احمدخيلو په کلي کې د پوځيانوپه ځانګړو عملياتوکې ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل : د داعش دډلې په دغه قوماندان په دغه ولايت کې دلسګونو ډار اچوونکو پيښو د سازمان ورکولو او ګډون تور لګول شوى دى .
ده وويل: له دغه ډار اچوونکي څخه پوښتنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته