TOP

‎په قندهار کې د اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر

په قندهار کې د اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت علمي سیمینار کې زیات شمېر لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو، فرهنګپالو او ځوانانو ګډون وکړ او د هغه په اړه یې خپلې مقالې واورولې.
‎دغه راز په هېواد کې دننه او له هېواده بهر هم ځينو پوهانو، لیکوالانو او څېړونکو خپل پيغامونه دغه سیمینار ته رالېږلي وو او ګډونوالو ته واورول شول.
‎د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرتابه په خپل پيغام کې اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د هېواد نومیالی لیکوال، ادیب، تاریخپوه، ژبپوه، کره کتونکی، ټبرپوه، مدقق، محقق او پياړوی شاعر یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې علومو اکاډمي به د علامه د سلمې کالیزې په ویاړ یو سیمه ییز سیمینار جوړ کړي.
‎د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخوا پيغام د قندهار د اطلاعات او فرهنګ مرستیال ملا شمس الله صمیم ولوست، په پیغام کې د پوهاند رشاد پر علمي ژوند او مبارزې خبرې شوې دي د خيرخوا په پیغام کې زياته شوې چې پوهاند رشاد په هر ډول حالاتو او بدلونونو کې د يوه ډېر قوي عالم په توګه کلک پاتې شوی واو هېڅ ډول سختو حالاتو، ظلمونو او کړاوونو ته یې سر نه و ټيټ کړی او
تل د خپل ولس تر څنګ پاتې شوی او د هر زبرځواک د تېري او وحشت په اړه خاموشه نه و پاتې شوی.
‎د پیغام په بله برخه کې د رشاد بابا د پاک زړه، رښتينولۍ، کلکې مسلمانۍ او له وطن سره د خاصې مينې يادونه هم شوې ده.
‎دغه سیمینار ته استاد محمد معصوم هوتک له کاناډا څخه په خپل رالېږلي پيغام کي ویلي چې دا ډول یو نېک اقدام د ډيرې ستاینې وړ دی.
‎دغه راز لیکوال، شاعر او څېړونکي عبدالباري جهاني هم دغه سیمینار ته په خپل رالېږلي پېغام کې له علامه رشاد بابا سره د خپلو خاطرو په اړه خبرې کړې وې.
‎څېړنوال استاد حبیب الله رفیع هم په خپل پيغام کې د علامه اکاډميسین پوهاند عبدالشکور رشاد د څېړنو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې علامه رشاد د هېواد او سیمې د ټبرونو په اړه کافي علمي تجربه لرله.
‎اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد سل کاله وړاندې د قندهار په بابړو کوڅه کې د مرحوم عبدالغفور خان په کور کې زېږېدلی و او د مړینې یې شاوخوا ۱۷ کاله پوره کېږي.
‎استاد رشاد په خپل ژوند ۱۴۲ اثار تالیف کړي چې ۵۶ یې د هغه په ژوند چاپ شوي او د هغه له مرګ وروسته ۸۶ نور اثار پاتې شوي چې ځينې يې بیا وروسته چاپ شوي دي؛ خو لسګونه اثار يې لا هم د مینه والو تر لاسونو نه دي رسېدلي.
‎د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون پر وړاندیز او د علامه اکاډيميسن رشاد د سلمې کليزې په وياړ د جوړ شوي علمي سيمينار ګډونوالو مرحوم علامه اکاډيميسن پوهاند رشاد رسماً د پښتو ادب د شپږم ستوري په لقب ونوماوه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته