ټولنه

د ده ستايان ښوونځي په انګړ کې يوه نوې ودانۍ جوړه شوه.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دبدخشان ولايت دتشکان ولسوالۍ د ده ستايان دمنځني ښوونځۍ الحاقيه ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دبدخشان ولايت دپوهنې رياست تدريسي مرستيال اوسرپرست عصمت الله مشرقي باختر آژانس ته وويل :  دغه ودانۍ اته  درسي او درې اداري خونې او نور ضرورى ملحقات لرې چې د آلمان دپرمختيايي  بانک په   مرسته  د دريو مليونو  دوه  سوه شپيتو زرو افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړه  شوې ده  .
د بدخشان ولايت دپوهنې رياست د پلان مدير عبدالباسط وويل   ددغه ښوونځي دانګړ ديوال او دپخوانۍ ودانۍ دولس درسي خونې هم له دغو مرستو څخه ترميم او بيارغاول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه :   په دغه ښوونځي کې څلور سوه څلور اويا هلکان او څلورسوه درې ويشت تنه  نجونې زده کړه کولى چې دلوست چارې يې په  دوو ټايمونو کې
د ديرشو تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي.
ده زياته کړه  چې ددغه سرحدي ولايت په لرو پرتو سيمو کې دمسلکي  ښوونکو له کمښت سره مخامخ  يوچې قرار دادى ښوونکي اودجوماتو ملا امامان په ښوونځيو  کې لوست  ورکوي چې دسياينسي علومو د مضمونونو په باب هيڅ راز معلومات نه  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته