امنیت

اته ډار اچوونکي په لغمان کې ونیول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه د لغمان د ملي امنیت ځواکونو پرون اته ډار اچوونکي به دغه ولایت کې ونیول. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د باختر آژانس سیمه يیزخبریال ته وویل چې د دغه ولایت د ملي امنیت منسوبینو دغه ډار اچوونکي د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په مربوطاتوکې ونیول. هغه زیاته کړه چې په نیول شویو کې د داعش ډلې د جلب او جذب درې غړي او پنځه طالبان شامل دي. هغه زیاته کړه چې له دغو کسانو څخه جنګي وسایل هم ترلاسه شوي دي. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته