سیاست

حامدکرزی: زه هندي صنعت کاران او پانګه وال دې ته هڅوم چې ګام پورته کړي او په افغانستان کې د پانګې اچونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ٢٤ مه: د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی هند ته د خپل رسمي سفر په دریمه ورځ، پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد د پونې ښارته ورسېد او تېر ماښام یې په خپل استوګنځي کې له یو شمېر هندي سوداګرو او پانګه والو سره وکتل. دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس وویل چې هند د افغانستان یو ستراتیژیک همکار هېواد دی او موږ هیله لرو چې هند له لومړنیو هېوادونو څخه و اوسي چې د افغانستان له منابعو څخه ګټه ترلاسه کړي. جمهوررئیس وویل چې افغانستان د طبیعي منابعو لکه د منرالونو، تیلو او ګازو له پلوه یو ډیر غني هېواد دی او د نړی د نایابو منابعو لکه لیتیوم له پلوه هم غني دی. حامدکرزي څرګنده کړه چې د لویو لارو د جوړولو، د پطرولو او ګازو د منابعو، زیربناوو، انرژی، روغتونونو او د روغتیایي خدمتونو په برخه کې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي او افغانستان ته د هندي محصولاتو د صادرولو لپاره زموږ دهېواد بازارونه مساعد دي. ده زیاته کړه: زه هندي صنعت کاران او پانګه وال دې ته هڅوم چې ګام پورته کړي او په افغانستان کې د پانګې اچونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. جمهوررئیس وویل: د یوې سروې له مخې چې په دې وروستیوکې په افغانستان کې ترسره شوې ده، د افغانستان د عامه افکارو له نظره، هند د افغانستان لومړنی دوست هېواد بلل شوی دی. په پام کې ده چې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د پونې ښارته د خپل سفر په ترڅ کې د “د یوې نوې الګو په لور د هند او د آسیا او افریقا د انکشافي مشارکتونو” تر نامه لاندې نن په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي او هلته به وینا هم وکړي. همدا راز حامدکرزی به د سیمبایوسیس((Symbiosis په نړیوال پوهنتون کې د هغه پوهنتون محصلانو ته چې د هغوی یو شمېر افغانان دي هم وینا وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته