کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د سرپل ولايت پوليسو نن دوه تنه په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ورانکاروعملونو دترسره کولو په تور ونيول.
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخي زاد حيدري آژانس ته وويل : په دغو کسانو په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ورانکارو بريدونو تورلګول شوى دى او دپوليسو تر تعقيب لاندې و چې ددغې ولسوالۍ دپلټنې په يوه پوسته کې له يو موټر سايکل او يوې تومانچې سره ونيول شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ