فرهنګ

دځوانا نو چارو د معينيت اود اسيا د مرکز ترمنځ د همکاري موافقه ليک لاسليک شو

کابلباختر دسلواغې ١٣ مــــه

داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په وړا ندې پرون دځوانا نو د چارو د معين او په افغا نستان کې د اسيا د مرکز درئيس له خوا د همکارۍ موافقه ليک لاسليک شو .

دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال د خبر له مخې ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې داطلاعا تو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري و کړې او ويې ويل ددغه موافقه ليک له مخې د اسيا مرکز هيواد دشپاړسو ولايتونو دځوانا نو دچارو له امريتو نو سره د کتا بو نو مرسته کوي او په مسلمه تو ګه زموږځوانان د خپل ظرفيت دلوړولو په خا طر په بيلا بيلو څانګوکې کتا بو نو ته اړتيا لري

ډاکتر رهين د اسيا له مر کزڅخه د مننۍ په ترڅ کې زيا ته کړه چې هيله لري نورو ولايتو نو ته هم په دي برخه کې ځانګړى پا ملرنه وشي.

داطلاعا تو او فرهنګ وزارت دځوا نا نو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي وويل د اسيا مرکز په لو مړۍ ګام کې د هيواد په شپاړسو ولايتو نو کې دځوا نا نو دچارو د هر يو امريت د جوړولو په خا طر درې سوه تو که علمي ، فرهنګي ،مسلکي اود انګليسې ژبي کتابونه ورکوي او په را تلو نکو څومياشتو کې له دغو کتا بو نو سره د کافي کتا بو نو مرسته کوي

 ده زيا ته کړه چې د اسيا مرکز په فرهنګي او روز نيزو برخو کې هم دځوا نا نو د چارو له معينيت سره همکاري کوي

دغه موافقه ليک د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت دځوا نا نو دچارو د معين اود افغا نستان لپاره د اسيا د مرکز درئيس له خوا لاسليک شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته