امنیت

په خوست کې د متون لوی پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل باختر دکب دمياشتې څلورويشتمه
په خوست ولايت کې د فوايد عامې وزارت په مالي لګښت د څه د پاسه پنځه نوي مليونو افغانيو په لګښت د متون د درش کلي پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي: د دغه خوړ دواړو غاړو ته پراته خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ وو چې ددغه پل په جوړیدو سره به يې ستونزې تر ډیره حده حل کړای شي.
د خوست د فوايد عامې رېيس انجنیر مامورشاه باختر آژانس ته وويل: دغه پل يو سلو شل متره اوږدوالی او نهه نیم متره پلنوالی لري چې د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.
ده زياته کړه چې د متون د درش کلي دغه پل د متون په یو شمېر کلیو سربېره د دغه ولایت باک ، ترېزي صبري او ځاځي میدان ولسوالۍ هم له مرکز سره نښلوي.
د يادونې وړ ده چې لس کاله مخکې خوست لپاره په ملي ستراتيژیک پلان کې دیارلس لوی پلونه پلان شوي و چې تر اوسه اته پلونه يې جوړ شوي او پنځه نور به يې په راتلوونکو کلونوکې جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته