امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
په خوست ولايت کې  پنځه تنه ډار اچوونکي په هوايي بريد کې  ووژل شول.
په دغو تروريستانو نن  د ډيورند کرښې ته  څيرمه  بريد وشو.
د خوست ولايت يوه سيمه ييزخبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛       په دې هوايي بريد کې پنځه تنه ډار اچوونکي  ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغووسله والو طالبانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو ، بريد  وشو.
په  يوبل خبر کې ويل شوي  دي  چې  درې تنه  ډارچونکو دپيښو په  تړاو  په خوست ولايت کې  ونيول شول.پوليس وايي دغه کسان کله چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلل  ونيول شول.له دغو کسانو څخه جنګي  وسايل او پاکستانۍ پيژندپاڼې هم ترلاسه شوي دي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته