سیاست

جمهور رئیس غني د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر سره وکتل

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٣١مه:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تهران ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ تېرماښام د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر آیت الله خامنه ای سره وکتل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر تهران ته د جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي د سفر هرکلی وکړ او هغوی ته یې ښه راغلاست و وایه، څرګنده یې کړه چې افغانستان د فرهنګ او د تاریخ د معرفت مرکز دی او موږ تل دغه هېواد ته نیکې هیلې لرلې دي.

د ایران رهبر وویل: په افغانستان کې له نا امنیو څخه موږ هم ضرر کوو او کله چې افغانستان په یوه مهم نړیوال څلور لارې بدل شي، ګټه يې موږ ته هم را رسیږي او زه خوښ یم چې په ګډه کولای شو پر ستونزو بریالي شو او همکاریو ته پراختیا ورکړو.

په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو له نیک نظر څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې ادبیاتو په ځانګړې توګه شعر، افغانستان او ایران ته پیوند ور کړي دي او زموږ هېواد د دري، پښتو او ازبکي ادبیاتو په برخه کې د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي او په دې اړه د ایران همکارۍ د قدر وړ دي.

جمهور رئیس غني وویل: زياتروهغوکسانوته چې افغانستان ته سفر کوي؛ زما سوغات د مولانا جلال الدین محمد بلخي دیوان دى.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې زموږ هېواد ژوندي فرهنګ لري او موږ هڅه کوو چې افغانستان یو ځل بیا د آسیا په څلور لارې بدل کړو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د اسلام مبین دین زموږ هویت جوړوي، د افغانستان خلکو په دې لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په دې وروستیوکې د هېواد شاوخوا څلور زرو دیني عالمانو په ښکاره ډول له امنیتي ځواکونو او د افغانستان له نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړی دی.

جمهور رئیس غني د تروریزم د خطرونو په اړه وویل چې ورته خطرونه دواړه هېوادونه ګواښي، د داعش ظهور، د القاعدې د ثقل د مرکزبدلون، نړیوال تروریزم او د هغوی همکاران ټولې سیمې ته ګواښ دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت او د (٥+١) هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې پر سر د توافق له امله مبارکي وویله.

جمهور رئیس غني وویل چې د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه زموږ مناسبات پایه دار دي او موږ هڅه کوو چې له ایران سره د افغانستان اړیکې له پخوا څخه لا زیاتې ټینګې شي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې موږ کولای شو د ترانزیت، پانګونې او د اقتصادي او بانکي همکاریو په برخوکې له یو بل سره همکاري وکړو.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې کتنې په پای کې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د جرمي اقتصاد او د تروریزم د خطر پر وړاندې په یوه لیکه کې ودریږي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته