امنیت

دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې دطالبانو ديو فعال غړي نيول کيدل

کابل باختر د کب اوومه :
دوسله والو طالبانو  د ډلې  يو فعال غړي  دکابل – جلال اباد په لويه لاره کې ونيول شو
دملي امنيت موظفينو  پرون ناوخته دغه ډار اچوونکي کله يې چې غوښتل له ننګرهار څخه کابل ته  راشي  ونيوه .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې دوسله والو طالبانو دډلې  دغه غړي  حيدر نوميږي  او غوښتل يې د ډار اچوونکو فعاليتونو  د ترسره کولو لپاره کابل ته راشي .
دطالبانو دغه غړي  په لومړنيو تحقيقات کې  د طالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب  او په څو  خونړيو ډار اچوونکي  بريدونوکې  د خپل په ګډون اعتراف کړى دى .
ديوبل خبرله مخې درې تنه په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکو سره ونيول شول .   دغو کسانو  غوښتل  په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي  دجلال اباد – تورخم په لاره کې د مارکو بازار ته وليږدوي  چې ونيول شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته