سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ترکیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکیې د نوي  سفیر ښاغلي " علي ساییت اکن " باور لیک  تير  ماښام  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ .
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني  هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر سوکاله او ثبات لرونکی افغانستان د ترکیې په ګټه وباله، په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې د افغانستان له دریځ سره د خپل هېواد ملاتړ اعلام کړ.
ښاغلي " علي ساییت اکن " د سولې د ټینګښت  لپاره د جمهور رئیس غني له پروګرامونو او هلو ځلو څخه رضایت څرګند کړ، وې ویل چې په افغانستان کې د ترکیې د سفیر په توګه به په خپلې کاري اجندا کې افغانانو ته د ویزې په صادرولو کې لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.
د ترکیې نوي سفیر څرګنده کړه چې د خپل هېواد خصوصي هوایي سکټور به وهڅوي چې خپلې الوتنې د افغانستان د هرات او قندهارولايتونو ته هم زیاتې کړي.
ښاغلي " علي ساییت اکن " ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پوهنتون په جوړولو کې همکاري وکړي.
جمهور رئیس غني د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې لرغونې او تاریخي وبللې او په ترکیه کې یې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو له امله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه او قدرداني وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ترکیه کې وروستیو پېښو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې داعش د سیمې لپاره یو ګډ ګواښ دی چې باید د ګډې همکارۍ او نیږدې همغږۍ له لارې د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره اقدام وشي.
جمهور رئیس غني د سولې او ثبات د ټینګښت او د همکاریو د پراختیا  لپاره د سیمه يیزو اړیکو په پراختیا کې د ترکیې رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د ترهګرۍ ګواښ په یوازیتوب سره له منځه نه شي تللی، بلکې دې ته اړتیا ده چې د سیمې ټول هېوادونه د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره پوره ونډه واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته