سیاست

جمهور ریېس غني د پکتیا ولایت د بېلابېلو قومونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل باختر د وري دمياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر مهال تير ماښام د دغه ولایت د بېلابېلو قومونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دغو مشرانو د تمدید وړانرژۍ او عمراني پروژو په برخه کې د جمهور رئیس له هڅو مننه وکړه او ويې ویل، موږ له ټولو پرمختیایي برنامو ملاتړ کوو او نن له پکتیا سره د شویو ژمنو د ثمرې شاهدان یوو.
هغوی خپلې زیاتې ستونزې د روغتیا په برخه کې وبللې ويې ویل، که څه هم د پکتیا روغتون حوزوي شوی، خو بشپړ تجهیزات او پرسونل نه لري او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.
دغو مشرانو څرګنده کړه، د پکتیا خلکو په یوه جرګه کې پرېکړه کړې چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي، خو زموږ ستونزه د ښوونځیو د ودانیو او مسلکي ښوونکو نشتوالی دی.
هغوی د کارموندنې او کانونو په برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتونکي شول، وې ویل: متوازن انکشاف د ملي یووالي د پیاوړتیا لامل ګرځي، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې ټولو خلکو د حکومت له برنامو ملاتړ کړی او همکاري یې کوي.
د پکتیا مشرانو دې ته په اشارې وویل چې خلک غواړي د پرمختیایي پروژو له تطبیق څخه څارنه وکړي، ترڅو له فساده مخنیوی وشي.
هغوی د شفافو او خپلواکو ټاکنو پر ترسره کېدو د ټينګار ترڅنګ د تروریستانو د نفوذ څخه د مخنیوي په خاطر د سرحدي قواو د تجهیز غوښتنه وکړه.
دغه راز دغو مشرانو په دولتي ادارو کې د لوستو لپاره د زیاتې ونډې او د دې ولایت ځوانانو ته د دولتي بورسونو  تخصیص وغوښت.
جمهور ریېس غني د دوی د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، پکتیا د جرګو په وطن مشهوره ده او د ویاړ ځای دی چې دغه ولایت نن خپلې طرحې او برنامې هم لري.
جمهوررئیس زیاته کړه، زه د خلکو د خبرو اورېدو ته کافي حوصله لرم، خو د غاصبینو او فاسدو لپاره یو زره حوصله هم نه لرم.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په ملي دفاع وزارت کې یو تحرک ایجاد شوی دی او دا وزارت د بدلون په حال کې دی او دغه راز به امنیتي وضعیت هم بدلون وکړي.
هغه زیاته کړه، ملي دفاع وزارت او د پکتیا قول اردو ته مې دا لارښونه ده چې د قوې د استعمال طریقه بدله کړي او باید د زرمت امنیتي وضعیت بدل شي.
محمداشرف غني د سولې په برخه وویل، زموږ موخه داده چې هم په داخل او په پاکستان کې له وسله‎ والو مخالفینو سره سوله وکړو. هغه ټینګار وکړ چې د سولې په خاطر هم جرئت او هم اراده لرو.
جمهوررئیس وویل، ګردیز ښار یوه جامع پلان ته اړتیا لري او د دې ولایت والي ته مې لارښوونه داده چې په دې برخه کې په یوه طرحه کار وکړي.
هغه څرګنده کړه، په پروژو کې فساد د کیفیت د خرابېدو لامل ګرځي او زموږ موخه دا ده چې د پروژو د اجر او تطبیق په برخه کې کیفیت لوړ او بیې راټيټې کړو.
جمهوررئیس وویل، حکومت په یواځې ځان د فساد مخه نشي نیولی،  په دې برخه کې باید ملت خپل غږ پورته کړي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، په لومړي پړاو کې به د پکتیا مڼې قول‎اردوګانو ته پېرل کېږي او دغه راز به روسیې او قزاقستان ته هم صادرې شي، باید تولیدات مو منظم وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د پکتیا ولایت مشرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د سولې لپاره خپل جرګه‎ ماران هرځای ته واستوئ او د هرې طرحې او برنامې له لارې چې غواړئ حکومت په سوله کې دخیل کړئ، زه چمتو یم.پاى _ سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته