روغتیا

ډاکترکامل: د اختر په ورځوکې دوايي او روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرکزونه دخلکو په خدمت کې دي.

کابل باختر د تلي ٢٢ :
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق دڅيړنې رياست  د نوکريوالو درملتونونو او دخصوصي روغتونونو له متصديانو څخه وغوښتل چې د اختر په مبارکو ورځو اوشپوکې دخلکو په خدمت کې دي .
ډاکتر کامل چې نن يې په دې باب  دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: د ورځنى نوکريوالى تر څنګ يو شمېر درملتونونه  په فوق العاده ډول په ښار کې د نوکريوالى په اجراکولوموظف شوي دي.
درملتونونه او نور خصوصي روغتونونه او تاسيسات د اختر په ورځو او شپوکې د اړو کسانو په خدمت کې دي او ددغه رياست موظفين به ددغو تاسيساتو د خدمتونو د وړاندې کولوڅخه څارنه وکړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته