ښوونه او روزنه

تر اوسه پورې د پوهنې وزارت د ښوونځيو د زده کوونکو د جامو د بدلون په باب تصميم نه دى نيولى

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٣
يو شمېرکورنۍ انديښنه لري، که چيرې د ښوونځيو د زده کوونکو جامې بدلې شي؛ دوى خپلو ماشومانو ته د جامو د بيا پيرودنې او برابرولو وس نه لري .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
ويل کيږي چې د پوهنې وزارت هوډمن دى چې د ښوونځيو د زده کوونکو جامې بدلې کړي. له دې پلوه د زده کوونکو يو شمېر کورنۍ انديښنه لري، که چيرې د ښوونځيو د زده کوونکو جامې د پوهنې وزارت له خوا بدلې شي؛ دوى خپلو ماشومانو ته بيا د جامو د برابرولو او پيرودلو وس نه لري.
د کابل ښار اوسيدونکى سمندر چې د يوې دولتي ادارې کارکوونکى دى او دوه لوڼې او يو زوى يې د ښوونځي زده کوونکي دي؛ وايي چې د نوي تعليمي کال په پيل کې مې خپلو زده کوونکو ماشومانو ته جامې برابرې کړې دي.
ده زياته کړه: که چيرې د پوهنې وزارت د ښوونځيو د زده کوونکو جامې بدلې کړي؛ نورخپلو ماشومانو ته دجامو دبيابرابرولو وس نه لري او بايد دپوهنې وزارت مسوولين د زده کوونکودکورنيو داقتصادي ستونزوته په پاملرنې سره تصميم ونيسي.
د کابل ښار يوه اوسيدونکۍ جميله چې دوه لوڼې يې د ښوونځي زده کوونکې دي؛  د پوهنې له وزارت څخه غواړي، که چيرې د ښوونځيو د زده کوونکو د جامو د بدلون په باب کوم تصميم نيسي؛ بايد د نوي تعليمي کال له پيل کيدو مخکې وي. په دې خاطر چې د ښوونځيو د زده کوونکو کورنۍ د نوي تعليمي کال له پيل کيدو مخکې خپلو زده کوونکو ماشومانو ته د ښوونځي جامې پيري.
دې ټينګار وکړ: که چيرې د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځي د زده کوونکو د جامو د بدلون په باب کوم تصميم عملي شي؛ د ښوونځيو د زده کوونکو کورنيو ته سخته ده چې بيا خپلو ماشومانو ته جامې برابرې کړي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل د نجونو او هلکانو په ګډون د ښوونځيو د زده کوونکو د جامو د بدلون په اړوند د باختر آژانس خبريال ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې د پوهنې وزارت په اصلاحي پروګرام کې د ښوونځيو د زده کوونکو د جامو بدلون شامل دى؛ خو تر اوسه پورې په دې اړوند د پوهنې وزارت له خوا وروستى تصميم نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته