ټولنهروغتیا

د ملکې ثریا روغتون روغتیاپالانو له ۷ میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی

کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملکې ثریا روغتون روغتیاپالانو له تېرو اوو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی.
ملکې ثرایا روغتون د هلمند په زړه کې ۵۰ بستریز روغتون دی چې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي، خو له تېرو اوو میاشتو راهیسې يې نه کار کوونکو معاش اخیستی او نه هم یاد روغتون ته درمل ورکړل شوي دي.
جمیله چې په ملکې ثریا روغتون کې د صفاکارۍ دنده ترسره کوي، وايي چې د تېرو اوو میاشتو راهیسې يې معاش نه دی اخیستی.
جمیلې باختر آژانس ته وویل چې ۲۰ ورځې مخکې یې یوازیني زوی په جګړه کې ژوند بایلود. هغه وايي چې که يې معاش یو څه نور هم وځنډیږي، نو اړه ده چې دنده پریږدي او پر ځای يې بله دنده پیل کړي، ځکه د شهید شوي زوی یتیمان او کونډه يې ترې خوراک او پوښاک غواړي.
همدارنګه سید محمد سباوون چې په دغه روغتون کې د فارمسۍ د مدیر دنده لري، وايي چې له ۱۳۹۸ کال راهیسې یاد روغتون ته درمل نه دي پېرل شوي.
هغه وايي چې پخوا د ملکې ثریا روغتون د مراجعینو شمېر له ۳۰۰ تر ۳۵۰ رسېده، خو اوس يې د مراجعینو شمېر د درملو او یو لړ نورو محدویدتونو له امله له ۱۵۰ څخه تر ۱۲۰ پورې راټیټ شوی دی.
په ورته وخت کې د روغتون آمر ډاکتر محمد ولي همت هم کارکونکو ته د اوو میاشتو راهیسې د معاش د نه ورکړې پخلی کوي او وايي چې یاد روغتون ته تراوسه د ۱۴۰۰ کال لپاره درمل نه دي پېرل شوي.
همت وايي چې ستونزې زیاتې دي؛ خو د هلمند د عامې روغتیا ریاست د دغه روغتون لپاره عامې روغتیا وزارت ته یوازې یو مکتوب د معاش د ځنډ او خنډ په تړاو استولی دی.
هغه زیاته کړه: سره له دې چې د معاش ځنډ يې د کار کوونکو خدماتي برخه ور پیکه کړې ده؛ خو د درملو نه شتون هم یو له هغه اساسي ستونزو څخه ده چې له امله یې د ورځې له ۴۰ تر ۵۰ پورې ناروغان بې درملو رخصتېږي.
په ورته وخت د هلمند د عامې روغتیا رییس عبدالاحد حازم په یاد روغتون کې اوږدمهاله ستونزې مني؛ خو وايي چې د یادو ستونزو اساسي لامل د جمهوررییس د حکم سره سم په عادي بودجه کې د( NTA ) پروژو د ادغام پروسه وه چې اوس نوې د هېواد په کچه د ۴۱ دغه ډول روغتونونو له ډلې څخه یوازې د درې روغتونونو تشکیل په عادي بودجه کې مدغم شوی چې یو په کې د هلمند د ملکې ثریا روغتون هم شامل دی.
حازم وايي چې د دغه روغتون د خدماتي پایښت لپار يې تر یو بریده له بېلابیلو روغتیايي بنسټونو هر اړخیز امکانات برابر کړي چې د وزارت له پرېکړې سره سم به د ۹ میاشتو معاش له NTA پروژو څخه اجرا شي او وروسته به له عادي بودجې څخه اجرا شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته