سیاست

د جهاد او مقاومت د حوزې او د جمعيت اسلامي په پيوستون ټينګار

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٦
د افغانستان د اسلامي جمهوريت يو شمېر لوړ رتبه غړو تېر ماښام د اسلامي جمعيت د رييس صلاح الدين رباني په کورکې غونډه وکړه .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه د ملي وحدت حکومت د اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامي جمعيت د مرستيال او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود، د اسلامي جمعيت د اجراييه رييس او د بلخ ولايت د سرپرست استاد عطامحمد نور، د اسلامي جمعيت د رهبري شورا د غړي محمد اسماعيل، د جمهوري رياست د پخواني مرستيال محمد يونس قانوني، د اسلامي جمعيت د مرستيال کليم الله نقيبي، د دفاع د پخواني وزير بسم الله محمدي، د اسلامي جمعيت د مشرتابه شورا د غړي استاد عنايت الله سادات، د اسلامي جمعيت د رهبري شورا د غړي محمد نسيم فقيري، د اسلامي جمعيت د رهبري شورا د غړي او د اقتصاد د وزير عبدالستار مراد، د اسلامي جمعيت د رهبري شورا د غړي او وياند عبدالشکور واقف حکيمي، د ملي امنيت د پخواني رييس او د روند سبز د رييس امر الله صالح، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس فضل احمد معنوي د سولې د عالي شورا مرستيال او د اسلامي جمعيت د اجراييه شورا د غړي او د ملي امنيت د لوى رياست د لومړي مرستيال اديب فهيم په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې برخه والو د هېواد د روانو حالاتو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې او ټولو برخه والو د جهاد او مقاومت د حوزې د مشرانو او په تېره بيا د اسلامي جمعيت په يو والي او پيوستون ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د بېلابېلو مسئلو په باب د خبرو لپاره دغه شان غونډو دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته