سیاست

حامدکرزى:د ايران او لويديځ ترمنځ اټومي موافقې په سيمه او نړۍ کې دسولې په ګټه ده

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤
د ايران د اټومي مسئلې په باب له ٥+١هيوادونو سره د ايران موافقه، د ايران او د سيمې او نړۍ د سولې په ګته کار دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت پخواني جمهور رييس حامدکرزي د دغه ټکي د څرګندولو په ترڅ کې د ترلاسه شوې موافقې له امله خوښي څرګنده کړه او دغه موافقه يې د ايران د حکومت او ملت د برياليتوب په توګه د ايران ورونو خلکو او د دغه هيواد مشرتابه ته مبارکي وويله.
حامد کرزي دغه راز هيله څرګنده کړه چې د دغه موافقې لاسليک د دې سبب شي چې له دې وروسته اقتصادي بنديزونه د حربې په توګه په نړيوالو اړيکوکې استفاده ونه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته