کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دننګرهار ولايت پوليس وايي چې دغو بهرنيو اتباعو غوښتل دافغانستان له ختيځ څخه پايتخت ته ننوځي .
تراوسه پورې ددغو کسانو هويت او داچې په کوم دليل افغانستان ته راغلي و ، نه دى روښانه شوى.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان نن سهار دتورخم جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې دغازي امان الله خان ښارګوټي په ساحه کې ونيول شول .
مشرقي وال ددغو بهرنيو اتباعو هويت او په افغانستان کې دهغوى داستوګنې څرنګوالي په ډاګه نه کړل خو ويې ويل چې دوى غوښتل کابل ته سفر وکړي چې ددوى دسپرلۍ دموټر دپلټنې په بهير کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ