سیاست

دملي شورا ددريم کال اجلاس دحامدکرزي په وينا سره پرانستل شو

کابل باختر د کب شپاړسمه
دملي شورا دشپاړلسمې دورې ددريم کال اجلاس نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي په وينا سره پرانستل شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي په يوه لنډه وينا کې وويل چې موږ دهيواد په ډيرو نازکو  تاريخي شرايطو کې يو، دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير افغاني کيدل ،دجمهوري رياست انتخابات ، له نشه يي توکو او له اداري فساد سره مبارزه دزياتوهڅو ، شفافو اقداماتو او ديو والي او پيوستون غوښتنه کوي.
  ابراهيمي دغه راز وويل چې دملي شورا غړي ددولت دوګړني مټ په توګه دجمهور رييس په مشري ددندو دترسره کولو ته چمتو دي .
ابراهيمي په پاى کې داساسي قانون د ٦٤ مادې  دنهم بند له مخې، جمهور رييس ته بلنه ورکړه چې په خپلې عالمانه وينا سره دملي شورا اجلاس پرانيزي.
وروسته  جمهور رييس دخپلې وينا په ترڅ کې دهيواد روان حالات دسولې او خبرو بهير په مشخص ډول تحليل کړل او په دې اړوندستونزې يې مشخصې کړې او ويې ويل چې دافغانستان دولت له ستونزو ، لاس وهنو اوجګړو سره وکولاى شول وګړنى بنسټونه پياوړي کړي .
جمهور رييس  يوولس کاله دتاريخ په اوږدو کې لنډه موده وبلله او ويې ويل چې تير يوولس کاله دافغانستان دخلکو لپاره له برياليتوبونواو له ستونزو ډک کلونه وو .
  افغانستان په دې موده کې دولس واک نظام په پياوړتيا ،  دثبات دټينګښت او دواکمني دپياوړتيا په خاطر اوچت ګامونه اخستي دي دغه سفر له ستونزو سره جوخت  و، په سياسي اقتصادي او ټولنيزو برخو کې برياليتوبونه زيات دي خو زموږ اساسي هدف چې سوله ده نه دى ترلاسه شوى .
جمهور رييس په دې ويناکې دغه راز طرحه کړه چې داسې بهرني هيوادونه شته چې نه غواړي افغانستان نظام او دولت ولري او غواړي چې افغانستان نوروته محتاج واوسي او په افرادو او ډلو وويشل شي،  ده يوځل بيا له افغاني طالبانو څخه وغوښتل چې ځان دپرديو له ذهني اسارت  څخه وژغوري او له يوې واحدې مرجع يعني له سولې دعالي شورا څخه سولې  ته مخه وکړي .
داجلاس دپرانستلو په مراسمو کې دجمهوري رياست مرستيالانو ، دکابينې غړو ، قاضي القضات  اود دوستو هيوادونو سياسي استازو ګډون کړي وو .
   ددغه  خبر تفسير  وروسته خپريږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته