امنیت

په پارلمان کې د خلکو استازی په فراه کې د طالبانو له بريدڅخه روغ رمټ پاتې شو

کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه
په پارلمان کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسيني تېره شپه د طالبانو له کمين څخه روغ رمټ پاتې شو، خو يو ساتونکی يې شهيد شو.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په پارلمان کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار له ساتونکو سره یې د فراه په مرکز پورې اړوند عسکر آباد سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو او په هغه نښته کې چې وشوه؛ د هغه يو ساتونکى شهيد شو، خو ده ته زيان نه دى اوښتى .
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته