سیاست

امريکايي او افغاني کارپوهان دترامپ ادارې ته مشورې ورکوي .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
امريکايي کارپوهان دپاکستان په باب دترامپ ادارې ته مشورې ورکوي په بيلابيلو امريکايي رسنيو کې دترور ضد او اړو دوړ ضد کارپوهانو ، افغانستان پيژندونکو او پخوانيو امريکايي مقاماتو يولړ مقالې ليکلي دي او دترامپ  ادارې ته يې سپارښتنه کړې ده چې ګام په ګام پاکستان تر فشار لاندې ونيسي .
دوى  ليکلي  دي چې په لومړي ګام کې دې بايد ترامپ  له پاکستان سره دامريکا مالي مرستې مشروطې کړي .
دغو کارپوهانو دغه راز سپارښتنه کړې ده چې په راتلونکو پړاونوکې  دې بايد واشنګتن  له تروريستي  ډلو سره دپاکستان داړيکو په باب افشاګري   وکړي او په دې ترتيب دې اسلام اباد له تنګسيا سره مخامخ کړي .
پياوړي امريکايي سناتور جان مک کين هم څرګنده کړه چې دترامپ دادارې مقامات دافغانستان په وړاندې دواشنګتن  دنوې ستراتيژي په باب اختلاف لري   په ډاګه ده چې اختلافونه له پاکستان سره دچلند دڅرنګوالي په باب دي .
دغه راز  دافغانستان سياسي کارپوهان او دنظر خاوندان په دې باور دي چې دترامپ حکومت  دې بايد په پاکستان  زور او فشار واچوي چې دطالبانو له ډلې او دنورو تروريستي شبکو له  ملاتړ څخه لاس واخلي .
دافغانستان دملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل  هم دترامپ  ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې په پاکستان جدي فشار عملي کړي چې ددغه هېواد اردو دحقاني شبکې سره  له ملاتړ څخه لاس واخلي .
نبيل  ليکلي دي چې دحقاني  شبکه زيات امکانات  او منابع په واک کې لري او په دې بريالي شوى دى چې دافغانستان په قلمرو کې پاکستان ته دنفوذ ساحه پيداکړي .
  امر الله صالح  چې له  ٢٠٠٤ ميلادي کال  څخه تر ٢٠١٠  کال پورې  دافغانستان دملي امنيت لوى رييس و هم له الجزيرې شبکې سره په  مرکه کې ويلي دي چې دترامپ  اداره دې بايد دتروريزم او طالبانو له سرچينې او مابعو سره مبارزه وکړي .
ده ويلي دي پاکستان چې داټومي  بم خاوند دولت دى  دتروريستانو اوطالبانو هر اړخيز ملاتړ کوي او د ترامپ  اداره دې بايد دغې ستونزې ته دحل لاره پيداکړي .
امر الله صالح  دغه راز ويلي دي چې افغانستان اوامريکا دطالبانو او دپاکستان داردو ترمنځ داړيکو په باب  زيات استخباراتي مدارک لري .
  ده وويل امريکا بايد دغو مدارکوته مخه وکړي او پاکستانيانو ته ووايي که چيرې خپل دغه سياست ته دوام ورکړي واشنګتن دهغه دزغم  توان نه لري .
په رسنيو کې په خپرو شويو خبرونوکې ويل شوي دي چې دترامپ په نوي ستراتيژي  کې به هغو مواردو ته ځاى ورکړى شي  چې تعقيبول  يې په ټوليزه توګه داسيا دجنوب له ټيکاو سره مرسته کوي .  دغه راز  ويل شوي دي چې دترامپ په نوې ستراتيژۍ  کې به دامريکا متحده ايالات په پاکستان  سخت بنديزونه ولګوي او له پاکستاني جنرالانو څخه به وغواړي چې له تروريزم سره په مبارزه کې زياته همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته