قلات باختر د لړم ۷ مه
د زابل ولایت د نوبهار او میزانې ولسوالیو په مربوطاتوکې د یوه قوماندان په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو او له طالبان سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو او نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال