سیاست

جمهور رئیس غني د پکتیا له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتیا له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ په موخه د یاد ولایت مرکز ګردېز ته سفر وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د پکتیا ملکي او نظامي مسوولینو جمهور رئیس ته هرکلی ووایه او وروسته جمهور رئیس غني په هغې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ چې د امنیتي او دفاعي سکتور او د یاد ولایت نظامي مسوولینو په کې حضور درلود.
په پیل کې جمهور رئیس غني د پکتیا د امنیې قوماندانۍ شهیدانو ته یو ځل بیا د فردوس جنت دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
ورپسې د پکتیا نظامي مسوولینو د یاد ولایت د عمومي امنیتي وضعیت او د تېرې اوونۍ د تروریستي برید د څرنګوالي او د هغه له امله د اوښتو زیانونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
هغوی وویل، په پکتیا کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره صداقت او زړورتیا د هېواد دفاع او د هېوادوالو د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو په ګډه همکارۍ هلې ځلې کوي او په دې برخه کې به خپلې هیڅ هڅې و نه سپموي.
د یادو مسوولینو د معلوماتو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني د پکتیا امنیت د ښه تامین، د دښمن د ځپلو او په راتلونکي کې د دغه وړ ناوړه تروریستي پېښو د مخنیوي په موخه هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې. #
پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته