سیاست

د ملي امنیت سلاکار، د ترکیې د پوهنې مرستیال وزیر سره وکتل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر، د خپل کار په دفتر کې د ترکیې جمهوریت د پوهنې وزارت مرستیال اورهان ایردم سره وکتل.
دملي امنيت دمطبوعاتي دفتروياند باخترآژانس ته خبرورکړ
په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، د پوهنې او لوړو زده کړو د کچې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. د ملي امنیت سلاکار په پیل کې د ترکیې د پوهنې وزارت مرستیال او ورسره پلاوي ته هرکلی و وایه او د افغان ترک ښوونځیو په چوکاټ کې یې د افغان زده کوونکو په روزنه کې، د ترکیې جمهوریت د اغېزناک رول قدرداني وکړه.
د ملي امنیت سلاکار ترکیه د اسلامي هېوادونو په کچه د ولسواکۍ د ارزښتونو د پاللو د بېلګې په توګه یاده کړه او په هغه هېواد کې یې څه موده وړاندې، د پوځي کودتا ناکامي د ترکیې د ستر ملت بریالیتوب وباله.
د ملي امنیت سلاکار، وویل، چې افغان دولت، د افغان-ترک ښوونځیو د فعالیت دوام او پراختیا د افغانستان د پوهنې د سکتور لپاره ضرور بولي او هیله لري، چې د دې ښوونځیو په چوکاټ کې تر روزنې وروسته افغان زده کوونکي، د ترکیې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د زده کړو لا ډېر فرصتونه ترلاسه کړي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د ملي امنیت شورا دفتر به د افغانستان د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د هغو بدلونو څارنه کوي، چې په پام کې ده د افغان ترک ښوونځیو د مدیریتي چارو په کچه رامنځته شي.
د ملي امنیت سلاکار، د ترکیې د پوهنې وزارت له مرستیال څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د اولادونو لپاره دې، د افغان ترک ښوونځیو په چوکاټ کې د وړیا زده کړو د فرصتونو د مساعدولو په برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.
د ترکیې د پوهنې مرستیال وزیر اورهان ایردم، افغانستان خپل مهم تاریخي ملګری هېواد یاد کړ او زیاته یې کړه ترکیه د افغان زده کوونکو لپاره، د افغان-ترک ښوونځیو په چوکاټ کې د اسانتیاوو د ډېرولو ترڅنګ، د ترکیې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې هم د زده کړو د فرصتونو پر زیاتولو کار کوي.
د ترکیې د پوهنې وزارت مرستیال وویل، چې د افغان ترک ښوونځیو مدیریتي چارې به په تدریجي توګه، د یوه مستقل بنسټ څخه د هغه هېواد د پوهنې وزارت ته انتقال شي او د انتقال دا پروسه به د افغان حکومت تر نظارت لاندې ترسره کېږي.
د ترکیې د پوهنې وزارت مرستیال وویل، چې هېواد یې د افغان ترک ښوونځیو د جذب او روزنیزو ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ، د زده کوونکو د میاشتنیو فیسونوپر کمولو او همدارنګه د بېوزلو زده کوونکو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو اولادونو لپاره د وړیا زده کړو فرصتونو پر مساعدولو هم کار کوي.
د هغه په وینا د ترکیې نوې کابینه، د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان د پوهنې له سکتور سره د مرستو ډېرولو ته ځانګړې لېوالتیا لري.
په دې کتنه کې په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر او د هغه هېواد د پوهنې وزارت نورو لوړ رتبه چارواکو هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته