سیاست

ډاکټر عبدالله: د انتخاباتي اصلاحاتو پلي کول حتمي دي

کابل باختر دغبرګولى  لومړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسون سره وکتل.
دافغاننستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې ښاغلي اولسون په امنیتي ادارو کې له وروستیو ټاکنو خوښي وښوده او افغان حکومت ته یې مبارکي وویله. هغه همدارنګه د وارسا او بروکسل د راتلونکیو ناستو په اړه وویل، چې دوی ورته بشپړ چمتووالی لري.
هغه هيله وښوده، چې افغانستان هم په دې ناستو کې له خپلو وړاندیزو او غوښتنو سره په پوره چمتووالي ګډون وکړي.
ښاغلي اولسون په حکومت کې په اصلاحاتو په ځانګړي ډول په انتخاباتي اصلاحاتو د ټینګار ترڅنګ وویل، هیله من دی په دې برخه کې حکومت کوټلي ګامونه واخلي.
ده د افغانستان په مسایلو کې د چین ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، چې چین او امریکا په سیمه کې ګډې ګټې لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې انتخاباتي اصلاحات حتمي وبلل او ویې ویل، چې باید د ټولو رایه ورکوونکیو لېست او د رایه ورکولو حوزې مشخصې وي.
هغه سره له دې چې حکومت یې اصلاحاتو راوستلو ته ژمن وباله ویې ویل، چې د وارسا او بروکسل ناستو ته چمتووالی لري.
په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سیمه ییزو بدلونونو هم بحث وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته