امنیت

وسله والو کسانو په قندهارکې ديوه ښوونځي مدير شهيد کړ

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٠ :
وسله والو کسانو نن  سهار دقندهار ښار دحاجي ميرويس  دليسې مدير په ډزو سره شهيد کړ.
دقندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دقندهار ښار دحاجي ميرويس دليسې مدير وحيدالله احمدي کله چې له خپل کور څخه ښوونځي ته روان و؛ دوسله والو کسانوله خوا پرې بريدوشو اوشهيد کړاى شو.
ده زياته  کړه چې وسله وال کسان  له دغې پيښې وروسته تښتيدلي دي  اوپوليسو دهغوى دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
ويل کيږي چې و حيدالله احمدي  دښوونې اوروزنې په برخه کې په قندهار کې يوه اغيزمن شخصيت و اوپه وار وار يې   دوسله والو کسانو په کړنو چې ښوونځي ته دنجونو دورتګ  خنډ کيده ، نيوکې کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته