فرهنګ

د باخترآژانس رئيس د هېواد په ولايتونوکې د دغې رسنۍ د خبريالانو د کاري ستونزو په حلولو ژمنه وکړه

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د باختر آژانس يوشمېر ولايتي خبريالانو نن د خبر رسولو په چاروکې دخپلې کاري برخې ستونزې د باختر آژانس له لوى رئيس خليل مينوي سره طرحه کړې.
دغو خبريالانو د ترانسپورت، د غږ د ثبتولو د وسايلو، مبايل ټيلفونونو، د عکاسۍ او د تصوير اخيستلو د کمرو نشتوالى او دخپلو نورو اړتياوو يادونه وکړه  او د باختر آژانس له لوى رئيس څخه يې وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقاماتو پاملرنه د دوى اړتياوو ته جلب کړي.
په دې غونډه کې خليل مينوي له اړوندو ولايتونو څخه د خبر رسولو په کارکې د دوى د کړو وړو او فعاليتونو له امله قدرداني وکړه  او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د جنګي حالت په باب د خبر رسولو ترڅنګ د بزګرانو، بڼوالو او د نورو خلکو اړتياوو ته په خپلو خبرونو او رپوټونو کې ځاى ورکړي او په اړوندو ولايتونو کې د عمراني او پرمختيايي پروژو په باب د خبرونو او رپوټونو په خپرولو هم لاس پورې کړي چې په دې ترتيب سره د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباطي پله رول ولوبوي.
د باختر آژانس رئيس ژمنه وکړه چې د ولايتي خبريالانو طرحه شوې غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت په مرسته حل کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته