ټولنه

په ميدان وردګو کې له سېلاو ځپلو سره مرسته کېږي

 کابل / د وږي ۶ مه / باختر
په ميدان وردګو کې له سېلاو ځپلو سره د مرستې په خاطر چمتووالى نيول شوى دى.
ټاکل شوې ده نن له اړو کسانو سره د مرستې بهير پيل شي.
د چهارشنبې په شپه د باران له سخت اورښت وروسته د ميدان وردګو په ځينو سيمو کې سېلاوونه راووتل.
په دغو سېلاوونو کې دوه ښځې ووژلې شوې او درې نوريې ټپيانې شوې.
ويل کېږي تراوسه شپږ تنه بېدرکه دي.
دغو سېلاوونو د خلکو د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کروندې ويجاړې کړې دي.
د جلرېز، دايميرداد، نرخ او چک ولسواليو په دغو سېلاوونو کې زيات زيانونه زغملي دي.
له دغې طبيعي پېښې وروسته د ميدان وردګو مسوولينو د کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له استازو سره بيړنۍ غونډه وکړه.
د ميدان وردګو د والي مرستيال تاج محمد عمري چې د دغې غونډې مشري کوله؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په غونډه کې د مرستندويو بنسټونو استازو له سېلاو ځپلو سره د مرستې په خاطر تيارى څرګند کړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په ميدان وردګو کې له سېلاو ځپلو سره د مرستې بهير نن پيل شوى دى.
دغه سېلاوونه د دې سبب شول چې سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شي او په ښوونځيو او جوماتونوکې ځاى پرځاى شي.
سېلاو ځپلي په بد حالت کې دي او د استوګنې ځاى، جامو، خوړو او درملو ته اړتيا لري .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته