کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر
په کندز کې پرون د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین دویمه دوره پیل شوه.
د کندز د عامې روغتیا رئیس نجیب الله ساحل وویل، چې ټاکل شوې ده په دې پړاو کې څه د پاسه سل زره تنه چې عمر یې له ۱۸ کلنۍ څخه لوړ وي په دغه ولایت کې د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
هغه د کندز د مرکز او ولسوالیو له ټولو اوسېدونکو، عالمانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو وغوښتل، چې د واکسین د تطبیقولو په کمپاین کې همکاري وکړي.
ع