ښوونه او روزنه

د هرات پوهنتون ته کتابونه ورکړل شول

هرات باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه  :
يو زرو څلور سوه ټوکه کتابونه د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګيو له خوا د هرات دولتي پوهنتون ته ورکړل شول.
د هرات د بهرنيو چارو رياست د مسوولينو د څرګندونو له مخې، يو زرو څلور سوه ټوکه ډول ډول کتابونه د هرات پوهنتون رياست ته ورکړل شول.
په هرات کې د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ رئيس امين الله آزاداني په فرهنګي او ديپلوماتيکي برخو کې د هلوځلو او همکاريو او د اړيکو په رامنځته کولوکې د بهرنيو چارو وزارت د رول او هلوځلو په اړوند د خبرو ترڅنګ د علمي ظرفيتونو د لوړولو په لاره کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د هرات پوهنتون رئيس عبدالله فايز د دغه رياست د همکاريو يادونه وکړه او د علمي او فرهنګي ظرفيتونو د لوړولو په لاره کې يې په هرات کې د قونسلګريو له مسوولينو سره د کتنو د تنظيمولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او په هرات پوهنتون کې يې د مهندسۍ په څانګه او د پټروليم  ديپارتمنت د جوړولو په باب  او د حرفوي اومسلکي افرادو دزده کړې په لاره کې دهمکاري غوښتنه وکړه.       
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته