امنیت

دداعشيانوله منګولو څخه د٢٦ تنو ملکي وګړو ژغورنه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
شپږويشت تنه ملکي وګړي په ننګرهار ولايت کې دداعش دډلې  دافرادو له منګولو څخه  وژغورل شول.
دغه ملکي وګړي  دوروستيو دوو مياشتو په بهيرکي  دننګرهار له  ګوټ ګوټ څخه د داعشيانو له خواتښتول شوي وو.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغه ملکي وګړي  دپوځي عملياتوپه بهيرکې دداعشيانوله منګولو څخه  وژغورل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې  ٢٦ تنه ملکي وګړي دداعشيانوله منګولو څخه آزاد شول.
دداعشيانو دغه  جيل  دهسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعيت لري  خوږياڼى وايي چې په دغو پوځي عملياتو کې  پنځه تنه  داعشيان چې ددغو بنديانو دساتلو لپاره ګومارل شوي و  ، وژل شوي دي.
ويل کيږي  چې په دغو عملياتو کې پوځيانو  او دغو ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
دډاراچوونکو له بند څخه آزاد شوي ملکيان وايي  چې ډاراچوونکو ددوى دسترګو په وړاندې  څو تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته