امنیت

په کونړ دتوغنديو لګيدل دوام لري

کابل باختردزمري دمياشتي ٩ :

پاکستاني ځواکونه دافغانستان  په  خاوري  دتوپونو بريدونو ته دوام ورکوي .

دکونړوالي سيدفضل الله واحدي باختراژانس ته وويل   پاکستاني ځواکونو له تير ماښام څخه  تر نن سهار پورې شپږپنځوس توغندي ددغه ولايت دشيګل اودانګام په  ولسواليو توغولي دي چې له نيکه مرغه دسرزيان يي نه دي اړولي .

دخبرځاى دڅرګندونوله مخې  يوويشت توغندي دشيګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې  او پنځه دير ش توغندي ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې لګيدلي دي.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې که چيري دکونړ په ولايت دپاکستان دراکټي بريدونو  مخه ونه نيول شي خلک به  په وګړنې پاڅون لاس پورې کړي.

د دانګام دولسوالۍ يو تن اوسيدونکي ريدي ګل  وويل ددغو بريدونو دبندولو په خاطر دولت بايد دشيګل او دانګام دولسواليو په لوړو سيمو کې امنيتي پوستي جوړي کړي .

ده وويل څرنګه چې پخوا هم دملي اردو ځواکونه د دانګام ولسوالۍ په لور  سرحدي سيموکې دامنيت دتامينولو په خاطر موجودو خو اوس په دغو سيمو کې ځواکونه نشته.

ده په دې برخه کې ددولتي مقاماتو دجدي پاملرني غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته