امنیت

په ننګرهارکې د آراکوزيا راډيو ته اور واچول شو

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
ناپيژاندو وسله والوکسانو په ننګرهار ولايت کې د آراکوزيا راډيو ته اور واچاوه.
يرغلګرو پرون ناوخته د غني خيلو ولسوالۍ د ودانۍ په دوه سوه مترۍ واټن کې  په دغې راډيو بريد وکړ او د هغې د ساتوونکي له وهلو اوډبولو وروسته يې هغې ته اور واچاوه.
په ننګرهار ولايت کې يوه سيمه ييزمسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې اور اچونه کې د دغې راډيو د ستديو په ګډون ټول وسايل او تجهيزات له منځه تللي دي.
د يرغلګرو هويت تر اوسه پورې څرګند نه دى او په دغې راډيو د بريد مسووليت هم  چاپه غاړه نه دى اخيستى.
د ننګرهار پوليس وايي چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
په ننګرهارکې د آراکوزيا راډيو په ٢٤ساعته ډول زياتره په پښتو ژبه خپرونې لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته