سیاست

اجرائیه رئیس د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې له سفیر سره پر ټاکنیزو اصلاحاتوخبرې وکړې

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له خاص استازي فرانز مایکل میلیبن سره د ټاکنیز سستم پر سمونې خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
اجرائیه رئیس د اروپايي ټولنې سفیر ته وویل چې د ټاکنو نظام هر اړخیزه اصلاح د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې هیڅ ډول معامله نه کيږي.
ده زیاته کړه چې په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی او حکومت به د هر اړخيزو اصلاحاتو تر راتګ پورې دا پروسه تعقیب او تطبیق کړي.
ده یادونه وکړه چې د ټاکنو په دواړو کمېسيونونوکې به هر اړخیز بدلونونه راشي او حکومت به په دغو بنسټونو کې له نويو کمېشنرانو سره راتلوونکې ټاکنې وکړي.
د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر مایکل میلیبن هم د ټاکنیز نظام اصلاح د افغانستان د راتلوونکې لپاره اساسي ټکی وباله او زیاته یې کړه، چې دوی به یوازې تر اصلاحاتو وروسته د راتلوونکو ټاکنو ملاتړ وکړي.
ده زیاته کړه، چې اصلاحات د شفافیت او پر ټاکنو د خلکو د باور له پيدا کيدو سره مرسته کوي او اړینه ده، چې دا پروسه د هيلې سره سمه مخته ولاړه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته