سیاستTOP

د سولې د طرحې د مسودې د برابرولو او د توحيد د کمېټې کار پاى ته ورسېد

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
د ملي مصالحې عالي شورا د سولې د مخکې لیکل شویو طرحو د توحید او ترتیب کمېټې کار پرون پاى ته ورسېد.
دغه ناسته چې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د غړي محمد یونس قانوني په مشرى جوړه شوې وه، د سیاسي ګوندونو، حکومت، د مدني ټولنو، رسنیو او هېوادوالو له لورې لیکل شوې طرحې چې د ملي مصالحې عالي شورا ته سپارل شوې وې، توحید او ارزونه يې په پنځو ناستو کې بشپره شوه.
د سولې طرحې د توحید او ترتیب کمېټه به د شنبې په ورځ د نظرونو د دقیقې راټولونې لپاره خپله وروستۍ ناسته وکړي.اوله تدقيق وروسته د سولې د طرحې مسوده د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې غونډې ته وړاندې شي.
په دې طرحه کې په کلي ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پراصل، د افغانانو پر بنسټيزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د انتخاباتو ، په نظام کې د ټولو د عادلانه مشارکت، په هېواد کې په دايمي ډول د جګړې او تاوتریخوالي دايمي ختمېدو او د موافقې په صورت کې د سولې د موافقه ليک د تطبيق لپاره د سيمه ييزې او نړيوالېې په قوي ضمانتونو ټينګارشوى دى.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته