ټولنه

په قندهار کې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړېږي

کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
په قندهار کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو کار پيل شو.
د دغې شبکې په جوړېدو سره ټاکل شوې ده په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ١١٠کورنيو د څښاک اوبه برابرې شي.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د يو میليونو ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړېږي.
د قندهار د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغې شبکې په جوړېدو سره ١١٠کورنيو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
ټاکل شوې ده د اوبو رسولو دغه شبکه تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته