سیاست

تبصره

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
په داسې حال کې چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل کيدو احتمال لاپسې جدي کيږي؛ خو د افغانستان خلک له پروګرام سره سم په هراړخيزوخبرو ټينګارکوي .
د باختر آژانس مبصرليکي:
د افغانستان د بحران د حل کولو په موخه د ديپلوماتيکي فعاليتونو په زور اخستو سره داسې نښې نښانې ترسترګوکيږي چې د افغانستان د دولت او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې به په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي او په پاکستان هغه هېوادکې چې د وسله والو طالبانو د مشرانو کوربه دى، ديپلوماتانو ويلي دي چې ښايي دغه خبرې د مارچ د مياشتې په لومړۍ نيمايي کې پيل شي. د دې ترڅنګ چې پاکستاني ديپلوماتان د سولې د خبرو له پيل کيدو څخه خوشبين دي؛ د امريکا، چين، لويديځو هېوادونو او د فارس خليج د حوزې د هېوادونو په ګډون په نورو هېوادونوکې ديپلوماتيکي سرچينې هم د دغه بهير په نسبت له باور ډک نظر لري. لکه څنګه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې استازې ميرمن لوريل ميلر د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو د ډلې د استازو ترمنځ د خبرو د پيل کيدو له امله خوشبيني څرګنده کړې ده. آن ډاډ يې ورکړى دى چې دغه هڅې مثبتې پايلې لري .
دغې امريکايۍ ديپلوماتې د څلور اړخيزې غونډې يا د همغږۍ کوونکې ډلې د غونډې پنځم پړاو ته چې د افغانستان، امريکا، چين او د پاکستان هېوادونه پکې شامل دي؛ په اسلام آبادکې د مارچ د مياشتې په لومړۍ نيمايي کې هم اشاره کړې ده. ښايي د خبرو دغه پړاو د طالبانو له رسمي استازو سره ترسره شي او کيداى شي د بين الافغاني سولې د خبرو او يا ديالوګ پيل وي چې زياتې هيلې ورته شته .
د يادونې وړ ده چې د چين، آلمان، بريتانيې  او ترکيې په ګډون نور هېوادونه هم ورته نظر لري او په افغانستان کې د سولې د راتلوونکې په نسبت هيله من دي .
افغان سياسي کارپوهان د افغانستان د بحران د حل کولو په لاره کې ديپلوماتيکي هڅې له ارزښتونو ډګې بولي. سره له دې هم دوى د راتلوونکې په نسبت محتاطانه چلندلري .
دغه کارپوهان وايي: په دې کې د شک ځاى نشته چې په افغانستان کې سوله يوه اړتيا ده او روښانه ده چې سوله د افغانستان خلکو ته د ژوندانه د اوبو په شان ارزښتناکه  ده، خو له دغه شان  يوې اړتيا سره سره نه شوکولاى فرمايشي سولې او يا يوې سليقوي نقشې ته غاړه کيږدو، بلکې افغانان له پروګرام سره سم هراړخيزې  او هميشنۍ سولې ته اړتيا لري. اوس چې له هرې خوا ډول وهل کيږي؛ بايد نړيواله ټولنه په تېره بيا هغه هېوادونه چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په قضيه کې ښکيل دي او ګټه ورڅخه اخلي؛ په افغانستان کې د سولې لپاره چې د سيمې ثبات دى؛ مناسب تګلورى طرحه کړي .
ښايي د سولې خبرې پيل شي؛ خو معلومه نه ده چې دغه خبرې به څه وخت نتيجه ورکړي؟ ځکه دغه شان پروګرامونه اوږدمهال او له سياسي ناندرو سره يوځاى دي .
د افغانستان خلک په دې هيله دي چې د سولې د خبرو په وخت کې دې بايد د سولې لپاره زمينه هم برابره شي، د سولې لپاره د زمينې د برابرولو يوه لاره د انکشافي او عمراني پروګرامونو پراختيا ده .
ستونزه په دې کې ده له هغو ولايتونوسره چې امنيت پکې واکمن دى؛ چلند له هغو ولايتونوسره د چلند په شان دى چې نا امني پکې ده .
په افغانستان کې زيات ولايتونه شته چې يا تروريستي فعاليتونه او د وسله والو مخالفو ډلو شتون پکې بې خونده دى او يا وسله وال مخالفين هيڅ پکې شتون نه لري. خو په همدغو ولايتونوکې هم د بيا جوړولو او پراختيا په باب کومه خبره نه شته. که چيرې نن په هلمند او ياکندز او فارياب کې عمراني پروګرامونه د جګړې په دليل ځنډول شوي دي؛ ولې په باميانو، پروان، نيمروز، پنجشير او هرات کې د بيا جوړولو بهيرتکنى او کمزورى دى  او ولې د قندهار په شان ولايتونوکې چې اوس په نسبي ډول امنيت پکې تامين دى؛ نه پيليږي؟
د يادونې وړ ده چې په تيرو وختونوکې په افغانستان کې د نړيوال ايتلاف يو زيات شمېر غړو هېوادونوپه بېلابېلو ولايتونوکې د بيا رغاوني د ولايتي ټيمونوپه جوړولو سره هلې ځلې وکړې چې د بيا جوړولو بهير ګړندي کړي او چې د ناتو جنګي ماموريت په ملاتړيز ماموريت بدل شوى دى؛ تل هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې په باب خبرې کوي او د راتلوونکې په نسبت په خوشبينۍ سره ګوري؛ ښه به وي چې هر يويې د پخوا په شان د افغانستان په يوه ولايت تمرکز ولري او د بيا رغاونې بهير پياوړى کړي.
په لومړي ګام کې دې په نسبې ډول په امنو ولايتونو تمرکز وشي چې د کار او مصروفيت زمينه برابره شي؛ اقتصادي فرصتونه رامنځته شي او د کار او مصروفيت لپاره د زمينې په برابريدو سره د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره چې په خپله د افغانستان د بې ثباتۍ عامل دى؛ فرصتونه برابر شي .
د يادونې وړ ده چې جګړه تباهي او سوله آبادي رامنځته کوي. که چيرې نړيوال په افغانستان کې د بې وزلۍ او وزګارتيا ستونزې ته پاملرنه وکړي او د دغې ستونزې په حل کولوکې د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي؛ له کليوالي خلکو سره د طالبانو د جلب او جذب زمينه کمښت مومي .
دغه راز له هېواد څخه د تيښتې او لويديځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې انګيزه به چې اوس په اروپا کې په سترې سياسي او ټولنزيې ستونزې بدله شوې ده؛ له منځه لاړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته