سیاست

حامدکرزي د ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې له ګډون وروسته تيره شپه هيواد ته راستون شو .

کابل باختر د زمري  څوارلسمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى د ايران د منتخب جمهور رييس ډاکترحسن روحاني د لوړې په مراسموکې له ګډون وروسته، تيره شپه هيواد ته راستون شو .

  دجمهور رييس د ويندوى دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ: د هيواد جمهور رييس  او ملګرى هيئت يې پرون مازيګر د ايران د منتخب جمهور رييس  ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې چې په تهران ښارکې دايران داسلامي شورا په مجلس کې پرځاى شول؛ ګډون وکړ .

په دغو مراسموکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په ګډون سربيره، د نړۍ د څه دپاسه پنځه پنځوسو هيوادونومشرانو او جګپوړو مقاماتو برخه لرله .

 په پيل کې د ايران داسلامي جمهوريت داسلامي شورا رييس او د قضاييه قوې رييس ويناوې وکړې، وروسته ډاکتر حسن روحاني د ايران داسلامي جمهوريت  د اووم جمهور رييس په توګه ددغه هيواد د قضاييه قوې د رييس  په وړاندې د لوړې مراسم پرځاى کړل .

دلوړې مراسمو وروسته ډاکتر روحاني وينا وکړه او وې ويل  چې د (تدبير او اميد دولت) به د اعتدال لاره غوره کړي او خپلوخلکو ته دسوکالۍ اوښه او پتمن ژوندانه  په لاره کې به هڅه اوهاند وکړي او د فساد او تبعيض په وړاندې به مبارزه وکړي .

 ډاکتر روحاني دخپل دولت دبهرني سياست په باب وويل چې د ايران داسلامي جمهوريت په سيمه کې د سولې او ثبات د تامينولو په لټه کې دى او د هيوادونو د پولو دبدلون مخالف دى . 

 ده ټينګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې هيڅ قدرت نه شي کولاى خپل امنيت د وحشت او د نورو د نا امن کولو له لارې ترلاسه کړي .

د وينا په پاى کې ده دخپلې پيشنهادي کابينې د اسلامي شورا له مجلس څخه  د باور د رايې د ترلاسه کولو په لاره کې د وزيرانو نومونه او دحکومت تګلاره ددغه مجلس رييس ته  وړاندې کړه .

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د لوړو مراسمو وروسته  تېر ماښام د ايران داسلامي جمهوريت  له جمهور رييس ډاکتر حسن روحاني سره  وکتل .

په دې کتنه کې چې د تهران په سعدآباد ماڼۍ کې ترسره شوه؛ د ايران جمهور رييس له دې امله چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او ملګرى هيئت يې د روژې په مبارکه مياشت کې د ده د لوړې په مراسموکې دگډون لپاره  ايران ته سفر وکړ، مننه وکړه او د مبارکى د هغه پيغام له امله يې هم کورودانۍ ووايه چې د ده د انتخاب په مناسبت دحامدکرزي له خوا ليږل شوى و.

 ډاکتر حسن روحاني په دې کتنه کې وويل چې ايران او افغانستان ګډ تاريخ درلود او د دغو دواړو هيوادونو اوس او راتلونکي هم ګډ دي او د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو اوهمکارۍ د پراختيا ښې زمينې شته .

 په مقابل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وويل  چې دافغانستان دخلکو دجهاد په دوران کې له ايران سره زموږ اړيکې دوستانه او ښې وې او د ايران حکومت اوخلکو افغان مهاجرينو ته  هرکلي ووايه چې موږ له دې امله  مننه کوو .

 دهيواد جمهور رييس وويل چې د ايران خلکو د خپل جمهور رييس دلوړې په نننيو مراسموکې خپل ولسواک نظام نندارې ته وړاندې کړ .

 ددغې کتنې په پاى کې دواړو لورو څرګنده کړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ زياتې مسئلې شته چې بايد ورباندې خبرې وشي او په دې برخه کې دې ته اړتيا ده چې د دواړو هيوادونو دمشرانو ترمنځ تفصيلي ليدنې کتنې او خبرې اترې  وشي .

 ديادونې وړ ده چې  ډاکتر حسن روحاني د ايران دجمهوري رياست په انتخاباتو کې چې د روان کال دغبرګولي دمياشتې په وروستيو وختوکې ترسره شول؛ په سلوکې دپنځوس اعشاريه  اوو رايو په ترلاسه کولو سره په رسمي ډول د ايران د اووم جمهور رييس په توګه انتخاب شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته