امنیت

ديرغلګرو په بريد کې دبدخشان پوهنتون دوه تنه ساتونکي شهيدان شول .

کابل باختر دوږي  لومړى :
دبدخشان پوهنتون  دوه تنه ساتونکي ديرغلګرو په بريد کې شهيدان شول 
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  نن سهار وختي ددريو بجو په شاوخوا کې دپوليسو په دغو مامورينو په فيض اباد ښار کې دبدخشان پوهنتون د دروازې په وړاندې بريدونه وکړل .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري باختراژانس ته وويل چې يرغلګر دپوهنتون  په دغو دوو تنو ساتونکو له ډزو وروسته تښتيدلي دي .
  ده وويل چې ددغې پيښې دعاملانو دموندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .  ويل کېږي چې يرغلګرو له دغو دوو تنو ساتونکو څخه  يوه جنګي وسله هم له ځان سره وړې ده .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
  هغه ساحه چې د بدخشان پوهنتون پکې موقعيت لري ډيره ګڼ ميشته او دغه راز د فيض اباد ښار يوه ډيره امنيت لرونکي  ساحه بلل کېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته