امنیت

دوسله والو طالبانو دوسلو دوه ډيپوګانې کشف شوې.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې دويمه
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دوسلو دوه ډيپوګانې کشف شوي.
دغه ډيپوګانې د روداتو او خوږياڼيو په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو په دوو پټنځيو کې ساتل کيدې.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل له دغو ډيپوګانو څخه څو ميله سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکى توکي ترلاسه شوي دي.
ده وويل: وسله والو طالبانو له دغو وسلو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله.
ويل کيږي ددغو ډيپوګانو دکشفولو په وخت کې طالبان په سيمه کې نه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته