امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان او داعشيان ووژل شول .

-کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دننګرهار ولايت دخوږياڼو په ولسوالۍ دوسله والو طالبانو بريد له ماتې سره مخامخ شو .
دغه بريدله څو استقامتونو څخه دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ د وزيرو په کلي کې په سرحدي کمپ ترسره شو چې دسرحدي پوليسو په سخت مقاومت سره دماتې سبب شو .
دطالبانو دبريد په شنډولو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دلومړي کنډک منسوبينو او دملي اردو هوايي او توپچي پوځونو رغنده رول ولوباوه چې له امله يې نولس تنه دښمنان ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول او دطالبانو او داعشيانو درې تنه سرګروپان  قاري رشيد ، قاري  صفت او قاري وسيع الله  او شپږ تنه بهرنيان په وژل شويوکسانو کې شامل دي .
په دغو جګړو کې  ددښمن  دوه هاوانونه هم ويجاړ شوي دي
ديوبل خبر له مخې،  لس تنه داعشيان دننګرهار ولايت داچين  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوايي ګوزارونو له امله ووژل شول  درې تنه بهرنيان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي
ددغو هوايي ګوزارونو له امله دداعش يوه راډيويي  دستګاه او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته