امنیت

په هرات کې دشرابو دتوليد يوه کارخانه ويجاړه شوه .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
په هرات ولايت کې دشرابو دتوليد يوه کارخانه ويجاړه شوه .
دغې کارخانې چې دانجيل  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  فعاليت درلود  دخلکو دزياتو شکايتونو او دهرات دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو د جدي څيړنې  له مخې کشف او ويجاړه شوه .
دهرات ولايت يوه امنيتي  خبرځاى باختراژانس ته وويل چې له دغې کارخانې څخه يوسلو شپږ ليتره الکولي مشروبات اودالکولي  مشروباتو دتوليد وسايل کشف او ترلاسه شول ددغې پيښې  په اړوند يو تن نيول شوى  او  تر تحقيقاتو لاندې دى .
  ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته