امنیت

يو ٢٨ ويشت کلن سړي له څادري او ښځينه جامو سره ونيول شو

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
  يو سړي چې په څادري اوښځينه جامو سمبال و دکابل دپوليسو له خوا دتره خيلو په مربوطاتوکې ونيول شو .
  دکابل د  ١٠١ ساحوي زون دجنايي جرمونو د کشف او تحقيقاتو رييس مل پاسوال محمد ظاهر باختر اژانس ته وويل نيول شوي سړى رومل نوميږي او اته ويشت کلن دي او نن سهار په داسې حال کې چې په څادري اوښځينه جامو سمبال و دکابل دپوليسو دمنسوبينو له خوا دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ دتره خيلو په سيمه کې ونيول شو .
ظاهر وويل له څيړنو او تحقيقاتو وروسته روښانه شوه چې دغه سړي داخلاقي  فساد په مقصد  څادري او ښځينه جامي کارولي  وي .
ديوبل خبر له مخې دکابل دجنايي تحقيقاتو رييس وويل چې پوليسو يو هلک اويوه نجلۍ چې له باميانوڅخه تښتيدلي و ، نيولي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته