امنیت

هغه مسوولین چې د ښوونکو د ښارګوټي په تطبیق کې یې غفلت کړی له قانوني چال چلند سره به مخ شي.

کابل باختر د سلواغۍ ٢٧
دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د قرغیو ولسوالۍ د یو شمېر مشرانو سره د لیدنې پر مهال په داسې حال کې وکړې چې د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي، د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د پوهنې رئیس محمد حضرت مجددي او یو شمېر نورو کسانو هم ګډون درلود.
پیل کې راغلو مشرانو په یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو په تړاو د رامنځته شوې ستونزې د حل او د ښوونکو د ښارګوټي په تطبیق کې د ځايي چارواکو د پڅ حرکت په اړه لغمان والي ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او له ده  یې هیله وکړه څو دغه ستونزه د همېشه لپاره حل کړي.
لغمان والي د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل هغه څوک چې د دې هېواد د بچیانو پر مخ د ښوونځي دروازې تړي هغوی د دې خاورې سره ستره جفا کوي، نوموړي زیاته کړه چې یوه شېبه هم د دې خاورې د بچیو له تعلیم څخه محرومیت ورته د زغم وړ نه دی.
نوموړي وویل چې ښوونکو ته د نمرو ورکول د اوسني نظام د مشرتابه په ځانګړې توګه د هېواد د جلالتمآب ولسمشر یوه پېرزوینه ده، چې باید د دې لورینې احترام وساتل شي.
ده  زیاته کړه چې ولایتي اداره په هر صورت مصممه ده څو نه یوازې په قرغیو بلکې په نورو ځایونو کې هم د ښوونکو ښارګوټي تطبیق کړي، نوموړي همدارنګه وویل چې د هغو مسولینو سره به قانوني چال چلند وکړي چې د قرغیو ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي په تطبیق کې یې غفلت او بې غوري کړې ده. لغمان والي همدارنګه خبرداری ورکړ، د هغو کسانو پر وړاندې به په قاطعیت او جدیت سره عمل وکړي، چې دولتي ځمکې غصب کوي، د انکشافي او پرمختیايي پلانونو او پروژو مخه نیسي او په جعل او تزویر سره غیر قانوني کارونه تر سره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته