امنیت

په فارياب کې د يوه هليکوپټر د راغورځيدو د پيښې اسيران شوي سرتيري ژوندي دي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
ديارلس تنه پوځيان چې په فارياب ولايت کې د دوى د سپرلۍ هليکوپټرله راغورځيدو وروسته د طالبانوله خوا ونيول شول، تر اوسه پورې ژوندي دي.
دغه پوځيان تېرکال د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د دوى د سپرلۍ هليکوپټر د راغورځيدو په وخت کې د طالبانو له خوا ونيول شول او   تر اوسه پورې له دغې ډلې سره بنديان دي.
دوه تنه پوځيان او يوڅارنوال چې تېره شپه په فارياب ولايت کې د طالبانو له  جيل څخه تښتيدلي دي؛ وايي چې دوى له ديارلسو تنو پوځيانو سره يوځاى د طالبانو په  جيل کې وو.
دغه دوه تنه پوځيان  له يو څارنوال سره تېره شپه  له څو مياشتو وروسته وکولاى شول د طالبانو له بندڅخه وتښتي .
دغه کسان وايي: که دولت وغواړي په آسانۍ او طالبانو د جيل د سيمې په کلابندۍ سره  دغه ديارلس تنه پوځيان او نور ملکي وګړي  چې د طالبانو په جيل کې دي، وژغوري .
د طالبانو له جيل څخه دملي اردو  يو تښتيدلى افسر محمد عمر باختر آژانس ته وويل؛ چيرته چې موږ بنديان وو؛ څه ناڅه شل تنه نور پوځيان او ملکي وګړي  هم بنديان وو. هغه  پوځيان چې هليکوپټر يې راغورځيدلى و؛ هم هلته بنديان او تر اوسه پورې ژوندي دي.
د دغو ديارلسو تنو پوځيانو کورنۍ  څو مياشتې کيږي چې د طالبانو له منګولو څخه د خپلو دغوعزيزانو د خوشې کولو په هيله شپې سباکوي.
د هېواد په شمال لويديځ کې د کوماندو د ځواکونو يو وياند وايي چې دوى د طالبانو له منګولوڅخه ددغو پوځيانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې زياتې کړې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته