سیاست

جنرال عتيق الله امرخيل: دا پاکستان دى چې خپل ګاونډي هيوادونه يې نا امنه کړې دي. وحيده مژده: پاکستان افغانستان ته ستونزې پيداکوي

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٥ :
يوشمير سياسي کارپوهان دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت د مرستيال د وروستيو څرگندونو په اړوند د هېواد له  چارواکو څخه  غواړي چې هغوى ته مناسب ځواب ورکړي.
دپاکستان دبهرنيوچارو د وزارت مرستيال هند ته دافغانستان جمهور رييس د وروستى سفر او د افغانستان د پوځي  ځواکونو د سمبالولو اوپياوړتيا لپاره له  هند څخه دافغانستان دغوښتنو په باب ويلي دي: افغانستان حق لري ديوخپلواک هيواد په توګه خپل سياستونه تعقيب کړي؛ خو بايد په سيمه کې د سولې او امنيت  حالت ته هم پاملرنه ولري.
په همدې حال کې  يوشمير سياسي کارپوهان  دهېواد له چارواکو څخه  غواړي چې ددغو څرگندونو په وړاندې بې توپيره پاتې نه شي او هغوى ته مناسب ځواب ورکړي.
د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده  وايي چې پاکستانيان په دغه شان څرگندونوسره غواړي  وښيي چې افغانستان اوس هم پاکستان ته محتاج دى  .
ده وويل: څرنګه چې افغانستان يو زيان منونکى هيواد دى؛ زموږمهاجرين په پاکستان کې شته او د اړتياوړ لومړني توکي هم له دغه هيواد څخه افغانستان ته وارديږي. له همدې امله  پاکستان له څو  لورو افغانستان ګواښوي.
وحيد مژده هند ته دجمهور رييس وروستى سفر ته هم اشاره وکړه او ويې ويل: څرنګه چې په دې سفرکې پوځي موضوعګانې طرحه شوې، له دې امله دپاکستان انديښنې زياتې شوې .
ده وويل: پاکستان افغانستان ته ستونزې پيداکوي؛ خو د سياسي چاروکارپوه جنرال عتيق الله امرخيل باور لري چې افغانستان هيڅکله دګاونډيو هيوادونو د ناامن  کولو په لټه کې نه دى.
دده دڅرگندونوله مخې: کله چې افغانستان پياوړى اوسمباله اردو لرله؛ موږ ګاونډيانو ته مزاحمت رامنځته نه کړ ، خو يوازې دا پاکستان دى چې ګاونډي هيوادونه افغانستان اوهند ناامنه  کوي .
ده دغه راز دهيواد له مقاماتو څخه وغوښتل چې ددغه شان  ناوړه څرگندونو په وړاندې  مناسب ځواب و وايي.
په همدې حال کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي دپاکستان  دبهرنيو چارو وزارت دمعين جليل عباس جيلاني د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي دي: د سيمې سوله او امنيت له هند سره دافغانستان دوستى او د افغانستان دملي اردو پياوړتيا نه دى ګواښلى، بلکې د ډيورند له کرښې اخوا د تروريستي ځالو شتون او د سياسي وسيلې په توګه له تروريزم  څخه استفاده ده چې  له خطر سره دهغه دمخامخ کولو سبب کيږي.
که چيرې پاکستان په سيمه کې د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې د صادقانه اوعملي همکاريو غوښتوونکى دى؛ ښه او غوره لاره يې په دغه هېوادکې د تروريستي ځالو له منځه وړل  دى.
په دغو څرگندونوکې دغه راز ويل شوي دي چې افغانستان دخپلې خپلواکى د ساتلو لپاره زياتې قرباني ورکړي دي او تيري يې شنډکړى دى.
اوس هم دافغانستان خلک چمتو دي په لسګونه تنه نور هم د هېواد د دفاع، د خپلواکى د ساتلو او د سيمې د امنيت د تامينولو په خاطر قرباني ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته