امنیت

دفارياب په قيصار کې دطالبانو دسرزيان .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
وسله والو طالبانو ته په فارياب ولايت کې دنويو جګړوله امله  دسر دروند زيان واوښت .
دغه جګړې  دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دپوځيانو له ډله ئيزو او سازمان موندلو بريدونو وروسته ونښتې .
دکوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو عمليات کې دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون پنځلس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې په دغو عملياتو کې څو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شوي او د ډار اچوونکو ځينې قرارګاوې  هم دړې وړې شوې دي .
له دغو ځانګړو عملياتو سره  چې اوس هم دوام لري د هوايي ځواکونو ملاتړ شته .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته