کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
لس تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د دوو جلاجلا عملياتو په بهيرکې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دغه نښتې پرون د اندړو او مقر د ولسواليو په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوې چې وسله وال طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت وو .
لومړۍ پيښه په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو په بهيرکې هغه وخت وشوه چې وسله والو طالبانو په افغان سرتيرو بريد وکړ.
په غزني ولايت کې د ملي اردو دځواکونو ويندوى جګړن نظيف الله سلطاني باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه يې ټپيان شول.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې د اندړو ولسوالۍ په منکور، ګبري او د طلا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
دويمه پيښه پرون دمقر ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت وشوه چې افغان پوځيان د طالبانو په کاروان بريد وکړ او څلور تنه طالبان ووژل شول او درې تنه يې ټپيان شول.
په دې پيښوکې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
0 1 دقیقه لوستل